ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، امیر هادی بایرامي یو دیارلس کلن ایرانی نابینا زلمی دی چې سره له دې چې له حروفو څخه د ځينو مخارجو په تلفظ کې کافي توانمنی نه لري،وتوانید، د دوبۍ جایزې قرآنی نړیوالو سیالیو په څلورمه ورځ له تیروتنې پرته په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړي.
په همدې ورځې سیالۍ د یوې عجیبه ښکارندې شاهدې وې. د افغانسان ۱۵ کلن سیالۍ کونکی محمد قاسم محمدي ، د سیالیو په پیل کې په څلورو پوښتنو کې یوازې یوه تیروتنه درلوده ،خو په پنځم او وروستۍ پوښټن کې ئې ډيرې تیروتنې درلودې چې هغه ئې د قاضیانو او مخاطبانو د توجه له مرکزه لیرې کړ. همدغه چاره د ګډون کونکو او د قرآنی متخصصانو دحیرانتیا سبب شوه ،ځکه وروستۍ پوښتنه دپنځو واړو پوښتنو کې ترټولو آسانه پوښتنه وه د سیالي کونکو لپاره.
د سیالیو په څلورمه ورځ د ډيرو زیاتو خلکو ، دترسره کونکي کمیټې غړو ،د سیالیو مسئولانو او مالی ملاتړو او دګډون کونکو د مور پلار د شتون شاهدان وو چې ددوبئ د کلتور اوعلومو په تیئټر هال کې ترسره شوې.
په دغې ورځې له بیلجیّمه عماد الهي ، د ایران له اسلامی جمهوریته امیر هادي بایرامي ، دګابن فوفانا مامادو ، د عمان عمار بن سالم الهاشمي ، له بنین څخه آنس رایمي ، د افغانستان محمد قاسم محمدي او دمیانمار زاومین زین د له عاصم څخه د حفص په روایت د قرآڼ دحفظ په څانګې کې سره سیالۍ وکړې.
دغه سیالۍ په ټيلیویژن او ټولنیزو چینلونو کې دګډون کونکو د سیالیو په خپریدا سره ،د متحده عربی اماراتو د داخل او بهر مخاطبانو لپاهر یو ارزښتمن فرصت برابروي.
د څلورمې ورځې د سیالیو په پاي کې د سیالیو ترسره کونکي کمیټې ګډون کونکو ته خپلې نغدي اوغیر نغدي جایزې او ډالۍ هم وړاندې کړې.
https://iqna.ir/fa/news/4206159